لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ : تازه پېښو کې ٤ عسکر اؤ  ٢٥ تندلاري وژل شوي دي


دپاکستان قبائيلي سیمه باجوړ کې د امنيتي ځواکونو په يوه پوسته دتندلارو لخوا بريد کې ٤ عسکر اؤ په ځوابي عملياتو کې لږ ترلږه ٢٥ تندلاري وژل شوي دي.
سرچينې وايي دباجوړ ايجنسۍ په ناواګۍ سيمه کې د ايف سي يا مليشې په پوسته تندلارو دراکټو اؤ خودکاره وسلو بريد وکړو چې په هغې کې ٤ عسکر ووژل شول، له دې وروسته امنيتي ځواکونو د تندلارو په سنګرونو درنه گوله باري وکړه چې په هغې کې ٢٥ تندلاري ووژل شول
سرچينې وايي په وژل شوؤ کې عام وګړي هم شامل دي.
ويل کيږي په باجوړ کې دروانو عملياتو له امله تر دې مهاله د ٢ؤ لکو څخه زياتو کسانو خپل کورونه پريښي اؤ خوندي سيمو ته يې پناه وړې ده.
بلخوا قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې دحکومت لخوا قبائيلو ته دډز بندۍ دپاره دورکړل شوي مهلت دختميدو باوجود دغلته وسله وال قبائيل ديو بل سره په نښتو بوخت دي اؤ په تازه نښتو کې نور ١٦ کسان وژل شوي اؤ ٢٤ ژوبل شوي دي
.په کرمه ايجنسۍ کې دتيرو ١٣ؤ ورځو راهسې نښتو زور نيولى دى اؤ وسله وال قبائيل ديو بل په ضد ميزائل، توپې، راکټونه اؤ خودکاره وسلې کاروي
. سرچينې وايي دعليزو، صدې، پاړه چنار روغتون ته تراوسه د ٣٠٠ؤ څخه زيات زخميان راوړل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG