لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : امريکا دباجوړ بې کوره شوؤ خلکو سره دمرستو وړانديز کړى دى


امريکا دپاکستان په قبائيلي سيمو په ځانگړي ډول باجوړ کې دتندلارو په ضدد پيل شوؤ عملياتو له امله دبې کوره شوؤ کسانو دمرستې وړانديز کړى دى.
په اسلام اباد کې دامريکايي سفارت خانې وياند لاؤ فنټور په يو بيان کې ويلي دي کۀ چرې دپاکستان حکومت امريکا څخه دمرستې خواست وکړو نو امريکا چمتو ده چې دهغو خلکو سره مرستې وکړي کوم چې دقبائيلي سيمو دننه دروانو عملياتو له امله بې کوره شوي دي.
په قبائيلي سيمه باجوړ کې دتندلارو په ضد په روانوعملياتو کې تر دې مهاله د٢ؤ لکو څخه زيات کسان بې کوره شوي دي.
دغه خلک دصوبه سرحد دسرښار پيښور په شمول په مختلفو سيمو کې دکيمپونو دننه ساتل شوي دي ، خو ولې په پيښور کې د باجوړ د ځلميو دسازمان مشر سميع الله ترابي ډيوه راډيو ته وويل حکومت چې دباجوړ بې کوره شو خلکو ته کوم کيمپونه ورکړي دي په هغې کې دژوند هيڅ قسمه اسانۍ وجود نۀ لري.
هغۀ گيله وکړه چې حکومت دباجوړ دبې کوره شوؤ وگړو سره دغير ملکي کډوالو څخه هم بدتر چلن کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG