لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

واه چاوڼی : ځانمرګي بريدونو کې لږ تر لږه  50 کسان وژل شوي دي


دپاکستان دپنجاب ايالت په واه چاوڼۍ سيمه کې دغه ځانمرگي بريدونه په يوبل پسې نن ماسپښين هغه مهال وشول کله دپاکستان دوسلوجوړولودترټولې لويې فابريکې (ارډيننس کمپني) کارمندان دوظيفې خلاصولووروسته درخصتۍ په حال کې وؤ.
سرچينې وايي دوسلوجوړولودفابريکې دلويې دروازې ترڅنگ يواؤدنزدې بلې دروازې ترڅنگ دوهم ځانمرگي ځانونه والوځول چې په دغودواړوچاودنوکې لږترلږه 50کسان وژل شوي اوپه لسگونونورژوبل شوي دي.
د وسلو جوړولو دغه فابريکه چې په ډيره زياته ساحه خوره ده لږ ترلږه پکې ٤٠ زره کارمندان وظيفه اجرا کوي.
دبريدونوڅخه وروسته مرستندويه ايمبولينسونه دپيښې ځايې ته راورسيدل اووژل شوي اؤژوبل کسان يې روغتون ته ورسول.
دروغتون سرچينوهم په دغوځانمرگي بريدونوکې د٥٢کسانودوژل کيدوتصديق کړى دى.
له پيښې وروسته په پينډۍ ، اسلام اباد اؤ دهيواد په نورو برخو کې کلک امنيتي گامونه اخستل شوي اؤ پوليس په لويو لارو د ورانکارو څارنه پيل کړې ده..
په پاکستان کې دجمهوررئيس دبدليدو څخه را په ديخوا يو ځل بيا دځانمرگي بريدونو لړۍ تنده شوې ده اؤ اوړمه ورځ هم په ډيره اسماعيل خان سيمه کې په يو روغتون دځانمرگي بريد له امله ٣٢ کسان وژل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG