لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د  صوبه سرحد هنگو او قبایلي سیمو کې په نښتو کې ۴١ مړه


دپاکستان دصوبه سرحد په جنوبي ضلع هنگو کې دامنيتي ځواکونو سره په نښته کې ١٧ تندلاري وژل شوي دي.
دغه نښته د هنگو په دوابه سيمه کې رامينځته شوې ده چې پکې دتندلارو دډزو له امله يو عسکر هم ژوبل شوي دي.
دامنيتي ځواکونو لخوا دډزو څخه وروسته د دوابې بازار په بشپړ ډول تړل شوى دى اؤ هيلي کاپټرې په هوا کې الوتنې کوي.
سرچينې وايي امنيتي ځواکونو ١٠ کلو ميټره ساحه په گيره کې اخستې اؤ د تندلارو په ضد عمليات کوي.
بل لوري ته په باجوړ ايجنسۍ کې د امنيتي ځواکونو لخوا په عملياتو کې ٦ نور تندلاري وژل شوي دي.
سرچينې وايي دباجوړ په سالارزو، مامومند اؤ نورو سيمو کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په سنگرونو گوله باري کړې ده چې پکې د٦ؤ تندلارو دوژل کيدو پرته گڼ کسان ژوبل شوي هم دي.
همدغه راز دکرمې ايجنسۍ په نښتو کې هم ٩ کسان وژل شوي اؤ ١٤ ژوبل شوي دي.
په کرمه ايجنسۍ کې قبائيل د تيرو ١٥ؤ ورځو راهسې ديو بل په ضد په جنگونو بوخت دي اؤ درنې وسلې کاروي.
په کوزه کرمه کې په دغه نښتو کې نور ٩ کسان وژل شوي دي.
دتندلارو دمداخلې له امله نښتې دکرمې ايجنسۍ نورو سيمو ته هم په تندۍ سره خوريږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG