لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې دجمهوري رياست ټولټاکنې په ٦م ستمبر کيږي


دپاکستان دټولټاکنو کميسيون دجمهوري رياست دټولټاکنو لپاره دمهال ويش اعلان کړى دى.
دټولټاکنو دکميسيون سکتر کنور دلشاد مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل دمهال ويش لاندې به دجمهوري رياست ټولټاکنې پر ٦م ستمبر کيږي.
ښاغلي دلشاد وويل دټاکنې کاغذونه به تر ٢٦م اگست پورې ترلاسه کولى شي.
هغۀ زياته کړه د ټاکنې دکاغذونو کره کتنه به تر ٢٨م اګست پورې کيږي اؤ کانديد به تر ٣٠م اگست پورې دټاکنې کاغذونه واپس اخستى شي.
هغۀ وويل دقامي اؤ صوبايي اسمبليو رايې به په يو وخت دسحر ١٠ؤ بجو څخه دماسپښين تر ٣ؤ بجو پورې دوام ولري.

XS
SM
MD
LG