لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سوات :  حکومتي ځواکونو د ٣٥ جنگیالو د وژلو ادعا کړې ده


د پاکستان صوبه سرحد سوات سیمه کې حکومتي ځواکونو د خالی په ورځ ٣٥ جنگیالو د وژلو ادعا کړې ده. د پاکستان پوځ یو ویاند میجر نثار علي خان ویلي په نښتو کې دوه حکومتي ځواکونو هم وژل شوي دي.
پوځي ویاند زیاته کړه حکومتی ځواکونو پس دهغې عملیات پیل کړل کله چې نن دخالي په ورځ سحر يو ځانمرگي دچاؤديدونکيو موادو څخه ډک گاډى دسوات په چارباغ سيمه کې دپوليسو ديوې څوکۍ سره ټکر کړواؤ خپل ځان يې والوځولو، چې له امله يې شپږ پولیسان ووژل شول او گڼ شمېر ژوبل شول. دسوات دځايې طالبانو وياند حاجي مسلم خان ددغه ځانمرگي بريد مسؤليت په غاړه اخستى دى.
همدغه راز په سوات کې دغاليگئ دپوليسو دتاڼې په ساحه کې يوه څوکۍ دتندلارو لخوا په بمونو الوزول شوې ده، په دغه پيښه کې د٢ؤ ماشومانو په گډون ٣ کسان وژل شوي اؤ په لاره متکب ته تلونکي گڼ شمير ماشومان ژوپل شوي دي.
بلخوا دسوات په کبل تحصيل کې په يو کور دگولې غورځيدو له امله ١ ماشومه وژل شوې اؤ ٤ کسان ژوبل شوي دي.
امنيتي ځواکونو دخالي په ورځ دسوات په کانجو اؤ فضاء گټ سيمه کې دطالبانو په شکمنو سنگرونو درنه گوله باري کړې ده ، ولې په دغه گوله بارۍ کې دمرگ ژوبلې په هکله اطلاعات نۀ دي ترلاسه شوي.
په مټه اؤ ديولئ کې هم تندلارو ٣ پلونه الوځولي دي.
دپکستان صدراعظم يوسف رضا گيلاني په چارباغ کې دپوليسو په څوکۍ دشوي ځانمرگي بريد غندنه کړې اؤ ويلي يې دي ترهه گر دبې گناه انسانانو په وينو توئيولو سره خپل ناوړه مقصدونه ترلاسه کول غواړي خو حکومت به دهغوي مخه نيسي.

XS
SM
MD
LG