لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډینور کې د ډيموکريټک گوند کنونشن به د گل ورځ نه پېل کېږي


د نيشنل ډيموکريټک کنونشن دامريکا ډينور ښار کې کيدونکى دى ، هيله ده په زرگونو خلک په دغه کنونشن کې برخه واخلي، اؤ ددې ترڅنگ پکې دزرگونو خبريالانودگډون احتمال هم شته.
په زرگونو خبريالان به ددغه څلورورځنۍ دستورې چې د ٢٥م اگست څخه پيل کيږى په بابله راپورونه برابر کړي .
د ډيموکريټک ملي کنونشن کميټه وايي چې د١٣٠ؤ هيوادونو خبريالان به په کنونشن کې گډون کوي اؤ د ٢١ؤ زرو پورې خلکوپه کنونشن کښې پخپله خوښه دبرخې اخستو دپاره لاس ليکونه کړي دي.
دامريکا دجمهوري رياست دټولټاکنو دپاره دډيموکراټانو دگوند کانديد باراک اوباما به د شورو په ورځ په ٢٧م اگست دغه کنونشن ته وينا کوى ، خو ددستورې په وروستۍ شپه به کنونشن په يو پراخه ميدان چې پکښې ٧٥ زره کسان ځائيدلى شي کيږي چرته چې به د اوبا ټاکنه قبلولىشي.
کنونشن ته به دامريکا پخوانى جمهوررئيس بلن کلنټن اؤ داوباما وړاندۍ مقابله کوونکې سنا توره هيلري کلنټن چاچې دټاکنې په لمړي پړاؤ کې برخه اخستې وه هم ويناوې کوي
د کنونشن د کميټې وينا ده چې دا کنونشن به سږکال د گوند په تاريخ کښې يو ځانگړى کنونشن وي.

د کنونشن تر ټولو زيات عمره برخه وال د ٩١ کالو د پينسل وينيايوه ميرمن ده اؤ د کم عمر برخه وال يې د اوولسو کالو دمينسوټا يو ځلمى دى.

پوليس به په دغه موقع دمظاهرينو مخې ته چمتو ولاړ وي ځکه داسې بريښي چې په ډينور کې به په لويې شمير مظاهرين دعراق دجنگ اؤ نورو مهمو چارو په بابله لاريون وکړي، ميډيا هم دغه ښار ته خپل ټول پام گرځولى دى.
XS
SM
MD
LG