لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پوځي وياند :دسوات عملياتو کې ٥٠ طالبان اؤ ١٠ امنيتي عسکر وژل شوي دي


دصوبه سرحد په سوات سيمه کې د امنيتي ځواکونو اؤ ځايې طالبانوترمينځ نښتې دوامدارې دي اؤ په سوات کې بيگاه ټوله شپه امنيتي ځواکونو دطالبانو پر پټ ځايونو گوله باري کړې ده.
په دغه گوله بارۍ کې دسوات دکبل تحصيل په اخوند کلي، توتانو بانډه، اؤ زوړه سيمو کې کورونو ته دزيان رسيدو ترڅنگ ديوې ميرمنې په گډون ٧ کسان وژل شوي اؤ گڼ نور ژوبل شوي دي.
سوات کې دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې يا ايي ايس پي ار دځايې وياند ميجر جنرال ناصر جنجوعه له مخې دسوات په کبل تحصيل کې تيره شپه دطالبانو په ضد په پراخه توگه عمليات وشول چې د اتوار تر شپې يې دوام ولرلو .
وياند وويل په پيل شوؤ عملياتو کې تر دې مهاله لږ ترلږه ٥٠ طالبان اؤ ١٠ امنيتي عسکر وژل شوي دي هغۀ په عملياتو کې د ٧ؤ عسکرو دژوبل کيدو خبر هم ورکړو.
دپوځي وياند له مخې په دغه نښتو کې دطالبانو ٤٠ خندقونه هم تباه کړل شوي دي.
وياند ادعا وکړه چې په وژل شوؤ جنگياليو کې غيرملکيان هم شامل دي خو دسوات دطالبانو دتحريک وياند حاجي مسلم خان دعسکري ادعا په ردولو سره ويلي دي دکبل په تحصيل کې يې کوم ملگرى نۀ دى وژل شوى اؤ نۀ هم هغوي سره غير ملکيان شته.

XS
SM
MD
LG