لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پيښور : سرحد اسمبلۍ دجمهوررئيس په توګه داصف علي زرداري دغوره کولو قرارداد منظور کړى دى


دصوبه سرحد په اسمبلۍ کې دپيپلز گوند دگډ مشر اصف علي زرداري دجمهوررئيس په توگه دغوره کولو قرارداد په دروند اکثريت سره منظور کړل شوى دى.
دغه قرارداد نن دسرحد اسمبلۍ په غونډه کې دپي پي پي ښاغلي رحيم داد خان اؤ داى اين پي بشيراحمدبلور وړاندې کړو.
دقرارداد په پلوۍ کې ٧٥ رايې ورکړل شوې اؤ په مخالفت کې يې دمسلم ليگ(ق) له اړخه ٤ رايې مخې ته راغلې.
دمسلم ليگ(ن) دپيپلز گوند (شيرپاؤ) اؤ جمعيت علماء اسلام(ف) درايې په شميرنه کې برخه وانۀ خسته اؤ دايوان څخه بهر ووتل
په سرحد اسمبلۍ کې دمخالفې ډلې مشر اکرم خان دراني دقرارداد په هکله اسمبلۍ ته پخپله وينا کې وويل په صوبه کې دامنيت اؤ پۀ قبائيلي سيمو کې دگډوډۍ دوضعيت په هکله دحکومتي گامونو په اړه هغه ځينې تحفظات لري، اؤ ترڅو چې دغه تحفظات نۀ وي ختم کړل شوي ، هغوي ددغه قرارداد ملاتړ نۀ شي کولى.

XS
SM
MD
LG