لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ : حکومتي ځواکونو د ٣٠ؤ جنگیالو د وژلو ادعا کړې ده


د افغانستان پولې ته نزدې د پاکستان قبایلي سیمې باجوړ ایجنسۍ کې پاکستانی چارواکو د ٣٠ؤ جنگیالو د وژلو ادعا کړې ده.
چارواکو ویلي په وژل شوو جنگیالو کې بهرني جنگیالي هم شامل دي.
پاکستاني ځواکونو په باجوړ کې دتيرې درې اونیو نه جنگیالو پرضد عملیات کوي چې له امله یې په زرگونو کورنيو دباجوړ څخه خوندي سيمو ته سرپناه وړې ده اؤ اوس هم د سيمې څخه نور خلک خوندي سيمو ته دتگ په هڅه کې دي.
بلخوا دپاکستان دقبائيلي سيمې جنوبي په وانا سيمه کې په بشپړ ډول ګرځ بنديز يا کرفيو پځايې کړل شوې ده اؤ دامنيتي ځواکونو لخوا خلکو ته اعلانونه کولى شي چې له کورونو بهر نۀاوځي.
سرچينې وايي په وانا کې په لويه پيمانه امنيتي ځواکونه پځايې کړل شوي دي.
داسې راپورونه هم شته چې بيګاه ټوله شپه دافغانستان اؤ پاکستان په سرحدي پوله جاسوسي الوتکو الوتنې کړي دي چې دهغې له امله دسيمې په اوسيدونکيو کې سخته ويره ترهه خوره شوې ده.
اخوا دصوبه سرحد دسوات ضلعې په مټه تحصيل کې نامعلومو تندلارو دعوامي نيشنل ګوند دمهم مشر افضل خان لاله يو مارکيټ په چاؤديدونکيو موادو سره الوځولى دى.
دچاؤدنې له امله دمټې په بازار کې ګڼ دوکانونه زيانمن شويدي خو ولې کومه مرګ ژوبله نۀ ده رامينځته شوې.
سرچينې وايي طالبانو څو ورځې مخکې ددغه مارکيټ دخالي کولو ګواښ کړى ؤ چې له هغې وروسته زياتره دوکانونه خالي کړل شوي وؤ ، ځکه نو په پيښه کې ځاني زيان نۀ دى رسيدلى.
ددې پيښې څخه دوه ورځې وړاندې په سوات کې دعوامي نيشنل ګوند دسرحد اسمبلۍ ديو غړي وقار احمد دورور په کور دتندلارو لخوا دراکټو په بريد کې ١٠ کسان وژل شوي وؤ.
بلخوا امنيتي ځواکونو د سوات په مټه تحصيل اؤ بري کوټ کې دطالبانو بيلا بيل شکمن پټن ځايونه په نخښه کړي دي اؤ د نهې اؤ شورو په مينځ شپه کې يې د هغوي په سنګرونو درنه ګوله باري کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG