لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باراک اوباما په رسمي ډول دجمهوري رياست دټولټاکنو کانديد غوره کړل شوى دى


دامريکا دډيموکراټ گوند په ٤ ورځني کنونشن کې لمړى امريکايي افريقايي باراک اوباما دډيموکراټ گوند له اړخه دجمهوري رياست دټولټاکنو لپاره په رسمي ډول کانديد غوره کړل شوى دى.
باراک اوباما ته د غوره کيدو لپاره د ٢٠٠٠ؤ برخه والو درايې اړتيا وه ، ولې هغه ١٥٠٠ رايې ترلاسه کړې وې، خو کله چې تيره ورځ دجمهوري رياست دټاکنو دغوره والي په مسابقه کې په دوهم نمبر پاتې شوې سناتوره هيلي کلنټن دډيموکراټ گوند په ملي کنونشن کې راڅرگنده شوه اؤ هغې د برخه والو څخه داوباما دغوره کولو غوښتنه وکړه نو دهغې وروسته په کنونشن کې دولولې ډک شعارونه اؤ چک چکې پورته شوې.
هيلري کلنټن پخپله وينا کې وويل باراک اوباما دهغې لخوا دجمهوري رياست دپاره کانديد دى.
اؤ ددې ترڅنگ يې خپلو مينه والو ته يې درايې ورکولو بشپړ واک هم ورکړى ؤ، ولې بيا هم د هيلري کلنټن نوم د جمهوري رياست دټاکنې دپاره وړاندې کړل شو.
دامريکا دسنا مشرې نينسي پلوسي په کنونشن کې دموجودو ٤٠٠٠ؤ رايې ورکوونکيو څخه دهغوي رايې وپوښتله اؤ دهو دځواب ترلاسه څخه پس يې اعلان وکړو چې قرارداد منظورولى شي. اؤ دغه شان دامريکا په تاريخ کې په لمړي ځل باراک اوباما ديو افريقايي امريکايي په توگه دجمهوري رياست په ټولټاکنو کې دبرخې اخستو له لارې دجمهوررئيس ټاکل کيدو احتمال پيدا شوى دى

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG