لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نيويارک ټائمز : مولن او کياني د ترهگرۍ په مخنيوي خبرې کړي دي


امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټائمز پخپل يو راپور کې ويلي دامريکې دگډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيکل مولن دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني سره ليدلي اؤ ورسره يې افغانستان اؤ قبائيلي سيمو کې دطالبانو اؤ القاعده دفعاليتونو دمخنيوي په اړه خبرې اترې کړي دي.
راپور وايي دواړو پوځي مشرانو دغه ليدنه په بحر هند کې په امريکايي بيړه ابراهم لنکن کې کړې ده.
په ليدنه کې دمائيکل مولن پرته عراق کې دامريکا لوړپوړى پوځي چارواکى جنرال ډيوډ پيټريوس، په افغانستان کې دناټو لوړپوړى چارواکى جنرال ډيوډ ميکنن ، دامريکې دځانگړو عملياتو مشر ايډمرل ټي السن اؤ نور لوړپوړي پوځي چارواکي هم موجود وؤ.
دراپور ترمخه په ليدنه کې دپاکستان په قبائيلي سيمو اؤ افغانستان کې د طالبانو اؤ القاعده په ضد د روانو عملياتو ترڅنگ په هاغو لارو چارو خبرې اترې هم وکړل شوې چې له امله يې دالقاعده اؤ طالبانو دورانکارۍ مخه نيول کيدى شي.

XS
SM
MD
LG