لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوهاټ :  ځانمرګي بريد هڅه ، درې مړه  ٢١ ژوبل


دصوبه سرحد په نيمه قبائيلي سيمه دره ادم خيل کې دکوهاټ ټنل ترڅنگ دامنيتي ځواکونو په يو کيمپ د ځانمرگي بريد له امله درې کسان وژل شوي اؤ ٢١ ژوبل شوي دي.
دکوهاټ ټنل په شمالي ودانۍ کې جوړ دامنيتي ځواکونو په کيمپ نن دجمعې په ورځ ځانمرگي بريد کوونکو دبريد کولو هڅه وکړه ، کله چې دبريد کوونکو گاډى دکيمپ دروازې ته ننوتلو نو دامنيتي ځواکونو په ډزو دغه گاډى ديوې زوردارې چاؤدنې سره تباه شو اؤ دوهم گاډى دديوال سره دټکر کيدو له امله والوتو. په دغه ځانمرگي بريدکې ٣ عام وگړي ووژل شول اؤ ٢١ ژوبل شوي دي. ژوبل کسان ددرملنې لپاره دکوهاټ پوځي روغتون ته رسول شوي دي اؤ امنيتي ځواکونو د سيمې څخه گيره اچولې ده.
ددغه ځانمرگی بريد څخه لږه شيبه وړاندې په دره ادم خيل کې نامعلومو تندلارو د سړک دپاسه ٢ پلونه په چاؤديدونکو موادو سره الوځولي وؤ چې له امله يې د کراچۍ اؤ پيښور ترمينځ په غځيدلې لويه لاره دگاډو تگ راتگ په بشپړ ډول بند شوى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG