لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دره ادم خيل : عمليات په څلورمه ورځ هم دوام لري


دصوبه دسرښار پيښور سره نزدې په نيمه قبائيلي سيمه دره ادم خيل کې د ځايې تندلارو په ضد دامنيتي ځواکونو لخوا پيل کړل شوؤ عملياتو نن په ٤مه ورځ هم دوام وکړو.
دڅلورو ورځو راهسې په پيل شوؤ دغه عملياتو کې تر دې مهاله ٩ کسان وژل شوي اؤ ٥٢ ژوبل شوي دي.
دسرچينو له مخې نن دگل په ورځ په دره ادم خيل کې دهيلي کاپټرو څخه دشکمنو طالبانو پټ ځايونه په نخښه کړل شول، ولې په گوله بارۍ کې دکومې مرگ ژوبلې اطلاع مخې ته نۀ ده راغلې.
په دره ادم خيل کې دپيدا شوي تاؤتريخوالي له وجې دسيمې څخه په سوونو کسانو کوهاټ اؤ پيښور ته پناه وړې ده اؤ په سيمه کې خلک دامن اؤ دامروزه اړتياؤ په لړ کې دسختو ستونزو سره مخ دي.
دکوهاټ ټنل دتيرو ٤ؤ ورځو راهسې تړل شوى دى اؤ په کوهاټ اؤ خواؤشا سيمو کې دخوراکي موادو اؤ دوايانو کموت رامينځته شوى دى

XS
SM
MD
LG