لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا : ګستاف طوفان له امله ٢ مليو نه وګړي خوندي سيمو ته وتلي دي


دامريکا دموسمياتو پوهان وايي دګستاف په نوم دراغلي سمندري طوفان زور اوس دوړاندې څخه ناست دى اؤ ددغه طوفان سيلۍ په يو ساعت کې ١٧٥ کلو ميټره رفتار سره ثبت کړل شوې ده.
دموسمياتو اداره وايي هغوي هيله نۀ لري چې دغه سمندري طوفان به دلوزيانه ساحل سره دټکر کيدو څخه وړاندې نور سيوا شي.
دامريکا دسمندري طوفان دمرکز وينا ده دګستاف له امله به دلوزيانه هاغه سيمې چې دګواښ سره مخ دي تر دنيم ميټر پورې په اوبو کې پټي شي.
دچارواکيو وينا ده ددغه سمندري طوفان دزيان څخه د لوزيانه ٩٥ في صده خوندي سيمو ته اوښتي دي چې ددغه کسانو شميره ٢ مليونو ته رسيږي.
دلوزيانه ګورنر بوبي جندال په سيمه کې پاتې شوؤ يو لک وګړو ته په کلکه غږ کړى دى چې ددغو سيمو څخه پښې وباسي
دامريکا دسمندري طوفان مرکز داتوارپه ورځ يوه خبرتيا جاري کړې وه چې په هغې کې ويل شوي وؤدگل دورځې دسحرپورې دامريکا دنيوارليئنزښارپه گډون دساحل يا غاړې څوبرخې دسيلاب سره مخ کيدلى شي
دسمندري طوفان مرکز وايي دکيوبا سره دټکرکيدوپه مهال دگستاف دسيلۍ رفتارپه يوساعت کې ٢٤٠کلوميتره ؤجې اوس ١٧٥کلوميتروته راکوزشوى دى
دموسمياتوماهرينوويلي دي دغه سمندري طوفان گستاف به دغټوخاورينوکمرونودغورځيدلو پورې ديولويي سمندري طوفان شکل اختيارکړى وى اؤاحتمال دى چې دابه دنيوارليئنزسره چوخت دکوم مفام سره ټکرخوري ،دغه ښار درې کاله دمخه سمندري طوفان کترينه تباه کړى ؤ
دکترينه له امله په لوزيانه رياست کې د١٤٠٠ؤڅخه زيات خلک وژل شوي وؤ

XS
SM
MD
LG