لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رحمان ملک : پاکستاني ځواکونو دايمن الظواهري دنيولو موقع دلاسه ورکړې ده


د کورنيو چارو لپاره دپاکستان دصدراعظم صلاح کار رحمان ملک وايي دپاکستان امنيتي ځواکونو څه وخت وړاندې په يو مقام دالقاعده دمهم مشر ايمن الظواهري دشتون درک معلوم کړى ؤ، ولې دهغه دنيولو موقع يې دلاسه ورکړې ده.
اسلام اباد کې خبريالانو ته نوموړي وويل ايمن الظواهري دافغانستان دپکتيا اؤ کونړ ولايتونو څخه پرته دپاکستان قبائيلي سيمې مهمند ايجنسۍ ته ځي راځي.
القاعده سره دطالبانو دتړون په هکله ښاغلي ملک وويل دواړه تنظيمونه نۀ يواځې خپلو کې اړيکې لري ، بلکې دطالبانو غورځنگ په اصل کې دالقاعده پراختيا ده.
رحمان ملک وويل پاکستاني طالبان هم دالقاعده له لوري جنگيږي اؤ القاعده نۀ يواځې هغوي ته دپناه ځايونه ورکوي، بلکې غږ يې هم په مخکې رسوي.

XS
SM
MD
LG