لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان : طالب جنگیالو د چینیائی انجنیرانو تختولو ادعا کړیده


پاکستاني طالب جنگیالو د جعمی په ورځ د هیواد په شمال غربی برخه کې د دوه چینیائی انجنیرانو تختولو ادعا کړیده.
د تحریک طالبان پاکستان ویاند د نهې په ورځ وائس اف امریکا ته ویلي دغه تختول شوي انجنیران د سوات په سیمه کې د جنگیالو په ولقه کې دي.
د طالب جنگیالو ویاند مسلم خان زیاته کړه انجنیران یې د حکومت لخوا په ښځو او ماشومانو باندی د بریدونو په بدل تختولي دي.
د طالبانو ویاند زیاته کړه چې د چین حکومت تېرکال د چینیائی وگړو تختولو پرسر پاکستانی حکومت باندی زورنه ورکړی وه چې په اسلام اباد کې د سور جومات پرضد عملیات وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي د پاکستان حکومت نه یې غوښتنه کړیده چینیائی انجنیران دی روغ رمټ خلاص کړي.
پاکستاني چارواکې د چینیائی انجنیرانو د خوشي کولو لپاره هڅې کوي.
د ‏خا‎لي په ورځ، د پاکستان حکومت اعلان کړی و چې د روژې د میاشتې په احترام کې به قبایلي سیمو او سوات کې پوځي عملیات ځنډوي

XS
SM
MD
LG