لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات: د پاکستان جنگي الوتکو په بمباری کې، نهه مړه 


د پاکستان جنگي الوتکو د هیواد شمال غربي سیمه سوات کې په بمبارې کې نهه کسان وژلي دي.
ځایي چارواکو او د طالب جنگیالو ویاند د سوات په گټ پیوچاړسیمه کې د دغه بمبارې پخلې کړیدې او ویلي په بمبارې کې گڼ شمېر خلک ژوبل شوی هم دي.
د وژل شوو کسانو په اړه کوم معلومات نه دی ښودل شوي.
پاکستان پوځ د بمباری پخلې کړیدی خو ځاني زیان په اړه یې کوم معلومات ورکړي نه دي.
نن سحرپاکستاني طالب جنگیالو د جعمی په ورځ د هیواد په شمال غربی برخه کې د دوه چینیائی انجنیرانو تختولو ادعا کړیده.
د تحریک طالبان پاکستان ویاند د نهې په ورځ وائس اف امریکا ته ویلي دغه تختول شوي انجنیران د سوات په سیمه کې د جنگیالو په ولقه کې دي.
د طالب جنگیالو ویاند مسلم خان زیاته کړه انجنیران یې د حکومت لخوا په ښځو او ماشومانو باندی د بریدونو په بدل تختولي دي.
د طالبانو ویاند زیاته کړه چې د چین حکومت تېرکال د چینیائی وگړو تختولو پرسر پاکستانی حکومت باندی زورنه ورکړی وه چې په اسلام اباد کې د سور جومات پرضد عملیات وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي د پاکستان حکومت نه یې غوښتنه کړیده چینیائی انجنیران دی روغ رمټ خلاص کړي.
پاکستاني چارواکې د چینیائی انجنیرانو د خوشي کولو لپاره هڅې کوي.
د خالي په ورځ، د پاکستان حکومت اعلان کړی وو چې د روژې د میاشتې په احترام کې به قبایلي سیمو او سوات کې پوځي عملیات ځنډوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG