لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احتساب اداری : نواز شریف پر ضد د بډو رشوتونو قضیې یوځل بیا مخې ته راوړو غوښتنه کړی


د پاکستان د احتساب ادارې نیب ویلي د مسلم لیگ (ن) گوند مشر او پخواني صدراعظم میا نواز شریف پرضد به د بډو رشوتونو قضیې یوځل بیا مخې ته راوړي.
دنیب یو جگپوړي چارواکې ذوالفقار احمد بهټه ویلي دوي محکمې ته خواست کړی چې په ٢١تم اگست اخستل شوي خپلې هغې پریکړې ته چې ښاغلي شریف پرضد یې د بډو رشوتونو قضیې د نامعلومه وخت لپاره خنډولي وی یو ځل بیا کتنه وکړي.
بلخوا دپاکستان پخواني صدراعظم اؤ دمسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف تور لگولى چې پيپلز گوند دعدليې دويشلو هڅې کوي اؤ کۀ روان وضعيت اؤ تگلارې دوام ومومي نو حکومت بيا تر ډيره وخته نۀ شي پاتې کيدى.
يوې خليجي ورځپاڼې سره په مرکه کې ښاغلي شريف ويلي دي هغه به ډير زر په ټولټاکنو کې دبرخې اخستو د لارې پارليمان ته ورسيږي.
نوموړي وويل پيپلز گوند سره دائتلاف په ماتيدو خوښ نۀ دى خوله بده مرغه دغه گوند ملي گټې وروسته غورځولي اؤ دعدليې دويشلو هڅې کوي.
هغۀ وويل دپيپلز گوند مشر اصف علي زرداري چې ورسره څومره ژمنې کړې وې هغه ټولې يې ماتې کړي دي، اؤ اوس بيا هغه دحکومت سره په ائتلاف کې نۀ شي ورگډيدلى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG