لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان : دائتلافي پوځ بريد کې لږ ترلږه ٢٠ کسان وژل شوي دي


دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دائتلافي ځواکونو دبريد له امله ٢٠ عام وگړي وژل شوي دي.
دپاکستان حکومت د٢٠ؤ وگړو دوژل کيدو تصديق کړى اؤ ددغه بريد دغندنې په ترڅ کې يې ويلي دي دا د هيواد په سلامتيا دبريد په معني دى.
سرچينې وايي دچارشنبې په شپه چرگ بانگ مهال دافغانستان څخه دائتلافي پوځ ٤ هيلي کاپټرې دجنوبي وزيرستان دانگور اډې په سيمه کې کوز شوې اؤپه جلال خيل کلي کې يې دخلکو دکورونو په لټون پيل وکړو.
دلټونې دعملياتو په مهال دائتلافي پوځ لخوا دسيمه ييز استوگن تاج محمد په کور کې ٩ کسان اؤ په دوؤ نورو کورونو کې ٥ کسان ووژل شول.
دصوبه سرحد گورنر اويس احمد غني ددغه پيښې په سختو ټکو کې دغندنې کولو ترڅنگ ويلي دي په پيښه کې لږ ترلږه د٢٠ؤ کسانو دوژل کيدو انديښنه ده.
دهغۀ وينا ده په ملکي قبائيلو دغه بريد دپاکستان په سلامتيا دبريد په معني دى ، چې هر څومره غندنه يې وشي کمه به وي.
دپاکستان ددفاع وزير چوهدري احمد مختار وايي هغه به دپيښې په هکله دڅيړنو کولو وروسته په دې هکله دحکومت
په دغه عملياتو کې ٥ زنانه اؤ ٤ ماشومان هم وژل شوي دي.
ځينې سرچينې دا هم وايي چې دغه وژنې دزمکنيو عملياتو له امله نۀ بلکې دهوايي بريد له لارې رامينځته شوي دي.
سرچينې وايي دائتلافي ځواکونو لخوا په جلال خيل کلي کې دعملياتو په مهال ځينې خلکو په هوا کې دامريکا جاسوسي الوتکې هم ليدلي دي.
دپيښې څخه وروسته په سيمه کې سخته ويره ترهه خوره شوې ده اؤ سيمه ييز خلک دامريکا په ضد راپاريدلي دي.
نن دچارشنبې په ورځ دانگور اډې استوگنو لويه لاره تر ٥ؤ ساعتو داحتجاج په توگه وتړله اؤ دامريکا په ضد يې شعارونه ورکړل.
دريځ په ډاگه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG