لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اويس غني : دائتلافي ځواکونوبريدونه زمونږپه خپلواکۍ بريدونه دي


دصوبه سرحدگورنراويس احمدغني دجنوبي وزيرستان دبيرمل په سيمه جلال خيل کې افغانستان کې دميشتوائتلافي ځواکونود٣ؤهيلي کاپټرواؤکمانډويانولخوا دبريدپه سختوټکوکې دغندنې په مهال ويلي دي دادپاکستان په سيمه ايزه خپلواکۍ نيغ په نيغ بريد دى
ډيوه راډيوته پخپل يوليږلي بيان کې گورنرويلي دي دپاکستان اولسونه دخپلووسله والوپوځونوڅخه هيله کوي چې هغويي دخوږوطن ددفاع دپاره راپورته شي اؤددغه رقم بريدونوخلۀ ماتوؤنکى ځواب ورکړي
ګورنرويلي دي دقبائيلي سيمودانتظامي مشرپه توگه هغه دسيمې استوگنوته دبشپړتحفظ ورکولومسوليت لري اؤهغه په سرحدي سيموکې دبې پائيلوټه الوتکو دپرله پسې الوتنوپه مسله دمرکزي حکومت سره خبرې اترې کړي دي
داويس احمدغني وينا ده ددغه رقم بريدونوله امله دسيمې داوسيدونکيوخلکوجذباتوته سخته ضربه رسيږي
گورنردوزيرستان په اوسني بريدکې دزيانمنوشوؤکورنيوسره دخواخوږۍ په ښودلو هغويي ته باورورکړى دى چې حکومت به راتلونکې کې خپلوپرامنه وگړوته ددغه شان بزدلانه بريدونوڅخه دبشپړتحفظ ورکولو هررقم هڅه کوي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG