لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان : قا مي اسمبلۍ اؤ سنا دانگور اډې دبريد په ضد قرارداد منظور کړى دى


دپاکستان دپارليمان دواړو ايوانونو سنا اؤ قومي اسمبلۍ په گډ ډول دقرارداد منظورولو په ترڅ کې قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان انگور اډې سره نزدې دائتلافي پوځ لخوا دترسره شوي بريد په سختو ټکو کې غندنه کړې ده اؤ دا يې دپاکستان دجغرافيايي سالميت اؤ يو والي په ضد گرځولى دى.
قومي اسمبلۍ اؤ سنا په حکومت ټينگار کړى دى چې په راتلونکي کې ددغه رقم پيښو په پوره قوت سره ځواب ورکړل شي اؤ غوښتنه يې کړې ده چې حکومت دې دايساف په ځواکونو واضحه کړي چې دپاکستان په ځمکه کې ددغه رقم عملياتو سره پاکستان دخپلې بهرنۍ تگلارې په بدلولو مجبوريدى شي.
په سنا کې دايوان مشر ميا رضا رباني اؤ په قامي اسمبلۍ کې دبهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي دغه قرارداد وړاندې کړى دى.
دقرارداد په متن کې ويل شوي دي دا ايوان دائتلافي ځواکونو لخوا دانگور اډې سره نزدې زولابي نومې کلي کې دترسره شوي بريد په سختو ټکو کې غندنه کوي.
په دغه بريد کې بې گناه زنانه اؤ ماشومان وژل شوي دي.
قرارداد کې ويل شوي دي دچينوک هيلي کاپټرو په ذريعه شوى دغه ځمکنى بريد دپاکستان دجغرافيايي سالميت اؤ يو والي څخه سخته سرغړونه ده اؤ دغه عمليات دنړيوال قانون اؤ بنيادي اصولو ترڅنگ دپاکستاني امنيتي ځواکونو اؤ په افغانستان کې دموجودو ائتلافي ځوکونو ترمينځ دمرستې پۀ ضد عمل هم دى.
قرارداد کې زياته کړل شوې ده ، زمونږ په خاوره کې هيڅ رقم بهرنى مداخلت اؤ دبې گناؤ خلکو وژنه به ونۀ زغمل شي اؤ دا معامله به دناټو سره راپورته کولى شي.
قرارداد کې په حکومت زور راوړل شوى دى چې دهيواد دجغرافيايي سالميت اؤ يو والي د ساتنې دپاره ټول اړين گامونه پورته کړي اؤ په راتلونکې کې ددغه رقم حملو په سختۍ سره ځواب ورکړل شي




XS
SM
MD
LG