لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا : ساره پېلن په رسمی توگه دمرستيال جمهوررئيس  کاندیدتوب قبول کړی دی


دامريکا لاسکا ایالت ګورنرې ساره پېلن دجمهوري رياست په ټولټاکنو کې د ري پبلکن ګوند له اړخه دمرستيال جمهوررئيس په توګه ټاکنه قبوله کړې ده.
دامريکايي رياست مينوسوټا په ښار سينټ پال کې دريپبلکن ګوند ملي کنونشن ته په وينا کې ساره پېلن وويل هغه دهيواد اؤ اولس دخدمت کولو هر چيلنج مني اؤ دهغوي دحقونو دپاره به مبارزه کوي.
ساره پالين وويل هغه به دهيواد ددفاع اؤ دقومي خدمت په لړ کې دجان مکين سره لاس امداد کوي.
په امريکا کې دجمهوري رياست ټولټاکنې دنومبر په مياشت کې کيږي، چې پکې په دډيموکراټ اؤ ري پبلکن ګوندونو د ټاکلو کانديدانو ترمينځه مقابله وي.
ډيموکراټ ګوندباراک اوباما دجمهوررئيس اؤ جوزف بائيډن دمرستيال جمهوررئيس په توګه غوره کړي دي.
بلخوا دامريکا دجمهوري رياست دټولټاکنو دپاره دري پبلکن ګوند کانديد جان مکين وايي کۀ هغه جمهوررئيس وټاکل شي نوهيله لري چې اسامه بن لادن به ونيسي.
هغۀ ويلي دي بل کلنټن اؤ جمهوررئيس بوش ته داسامه دنيولو موقعې په لاس ورغلې وې.
جان مکين ويلي دي هغه پوهيږي چې اسامه بايد څه رقم ونيول شي ، ځکه وايي چې هغه اسامه نيولى شي.
جان مکين ادعا وکړه هغه يوه اوږده تجربه ، پوهه اؤ علم لري اؤ دپردې تر شا په معاملو هم پوهيږي ، ولې دجمهوري رياست په ټاکنه کې دهغه سيال باراک اوباما په دغه هر څه نۀ پوهيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG