لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان :  دميزائلو بريد کې ٧ کسان وژل شوي دي


دپاکستان دکوټلي احتجاج باوجود ددغه هيواد په قبائيلي سيمو کې دائتلافي ځواکونو لخوا دبريدونو لړۍ دوامداره ده اؤ نن دجمعې په ورځ يو ځل بيا دشمالي وزيرستان په گورويک سيمه کې دجاسوسي الوتکې لخوا دداغل شوؤ ميزائلو بريد کې ٤ ماشومان اؤ ٣ زنانه وژل شوي دي.
سرچينې وايي دامريکا اؤ ناټو ځواکونو جاسوسي الوتکو نن غرمه دپاکستان دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په گورويک نومې کلي کې ٣ ميزائل وداغل چې دغه ميزائل په يو کور پريوتل.
په دغه بريد کې ٤ ماشومان اؤ ٣ ښځې وژل شوي دي.
دائتلافي ځواکونو لخوا دپاکستان قبائيلي سيمه کې دکيدونکيو بريدونو په ضد تيره ورځ دپاکستان دواړو واکمنو ماڼيو سنا اؤ قامي اسمبلۍ په گډ ډول قرارداد منظورى کړى ؤ اؤ دغه بريدونه يې دهيواد پۀ خپلواکۍ گڼلي وؤ، ولې دپاکستان دسخت غبرگون باوجود هم په افغانستان کې دائتلافي ځواکونو لخوا دا دريم بريد دى چې دپاکستان په خاوره کيږي.
له دې وړاندې امريکا ميډيا خبردارى ورکړى ؤ چې امريکايي ځواکونه دپاکستان په خاوره کې نور عمليات هم کولى شي. اؤ دپينټاگان وياند ويلي وؤ امريکايي ځواکونه به په ترهه گرو پسې لگيدلي وي اؤ هغوي به په خوندي سيمو کې پټيدو ته پرې نۀ ږدي.
بل لوري ته دکورنيو چارو دپاره دپاکستان دصدراعظم صلاح کار رحمان ملک وايي پاکستان دامريکا سره داسې هيڅ تړون نۀ لري چې دهغې په اساس امريکايي ځواکونه دپاکستان دحدونو څخه سرغړونه وکړي.
نوموړي نن دجمعې په ورځ په نوښار کې خبريالانو ته وويل امريکا دپاکستان قام دجذباتو څخه خبر کړل شوې ده اؤ ورته ويل شوي دي چې بايدزمونږ په خاوره کې په غير قانوني ډول دعملياتو څخه لاس واخلي اؤ کۀ چرې داسې ونۀ کړي دپاکستان پوځونو کې دومره طاقت شته چې دخپلې خاورې تحفظ وکړل شي.
رحمان ملک وويل په باجوړ کې اوس حالات ښۀ شوي دي اؤ په څو ورځو کې به دغلته ټولې لارې پرانستل شي اؤ تگ راتگ به دمعمول مطابق پيل شي.
دصدراعظم دمشير وينا وه په کرمه ايجنسۍ کې دشيعه ، سني فرقه ييزو فسادونو په ترڅ کې بدامني خورول کيږي اؤ په دې کې دبهرنيو قوتونو لاس دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG