لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پيښور: په کوهاټ روډ بمي چاؤدنه   کې لږ ترلږه  ١٥ کسان وژل شوي دي


دصوبه سرحد دسرښار پيښور سره نزدې په کوهاټ روډ دپوليسو دامنيتي پوستې ترڅنگ په بمي چاؤدنه کې د٥ؤ عسکرو په گډون لږ ترلږه ١٥ کسان وژل شوي اؤ گڼ نور ژوبل شوي دي.
نن دخالي په ورځ ماسپښين مهال يو موټر دنيمې قبائيلي سيمې دره ادم خيل داړخه دپيښور په لوري روان ؤ کله چې دځنگلي امنيتي پوستې سره نزدې پوليسو دغه گاډي ته داودريدو اشاره وکړه ، نو بريد کوونکي گاډى ديو نزدې مارکيټ سره ټکر کړو، چې له امله يې درنه چاؤدنه وشوه.
په دغه چاؤدنه کې ٣ مارکيټونه په بشپړ ډول تباه شوي اؤ د٣ؤ پوليسو،٢ؤ مليشې واله ؤ په گډون ١٥ کسان وژل شوي دي.
ژوبل کسان دتداوۍ دپاره دپيښور بيلا بيلو روغتونونو ته رسول شوي اؤ دښار په ټولو لويو روغتونونو کې بيړنى حالت پځايې کړل شوى دى.
دپيښې څخه وروسته امنيتي ځواکونو ټوله ساحه پخپله ولکه کې اخستې اؤ پلټنې يې پيل کړي دي.
دپوليس سرچينې وايي په دغه چاؤدنه کې د٤٠ؤ څخه تر٥٠ؤ کلو گرامو چاؤديدونکي مواد کارول شوي دي.
دپاکستان دکورنيو چارو وزارت په چاؤدنه کې د١٥ؤ کسانو دوژل کيدو تصديق کړى دى اؤ ويلي يې دي ددغه چاؤدنې څڅه وروسته په ټول هيواد کې امنيتي تدابير نور هم سخت کړل شوي دي.
په پيښور کې د روژې په مياشت کې دغه چاؤدنه وروسته له هغې شوې ده چې دسوات دطالبانو دغورځنگ وياند تيره اوونۍ ويلي وؤ کۀ حکومت په سوات اؤ باجوړ کې روان عمليات بند نۀ کړل نو هغوي به دهيواد په نورو برخو کې بريدونه وکړي، درې ورځې دمخه دپاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې دصدراعظم سيد يوسف رضا گيلاني په گاډي دترسره شوي بريد پړه هم د سوات طالبانو پخپله غاړه منلې وه.

XS
SM
MD
LG