لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور:ځانمرگي بريد کې دوژل شوؤ شميره ٣٥ؤ ته رسيدلې ده


دصوبه سرحد په سرښار پيښور کې دخالي په ورځ دترسره شوي ځانمرگي بريد په هکله پلټنې روانې دي اؤ په دغه پيښه کې دوژل شوؤ شمير ٣٥ؤ ته رسيدلى دى.
نن داتوار په ورځ په پيښور کې څيړنيزې ډلې دځنگلي امنيتي پوستې چرته چې دغه بريد ترسره شوى ؤ څخه ليدنه وکړه اؤ دپيښې په هکله يې شهادتونه راغونډ کړل.
دغه څيړنيزه ډله دبيلا بيلو لارو څخه دشوي ځانمرگي بريد پلټنه کوي اؤد عيني شاهدانو اؤ ژوبل کسانو څخه هم تپوس پوښتنې کوي.
دلمړيو تحقيقاتو ترمخه په کوم گاډي کې چې چاؤدنه شوې وه هغه ددره ادم خيل څخه راروان ؤ اؤ څيړنيزه ډله ددې خبرې هم جاج اخلي چې بريد کوونکي دگاډي څخه له کوزيدو وروسته په ريموټ کنټرول دغه چاؤدنه کړې ده که نه دا يو ځانمرگي بريد ؤ؟
دڅيړنيزې ډلې دمشر وينا ده په ځنگلي امنيتي پوسته ترسره شوې دغه چاؤدنه په پاکستان کې دخپلې بڼې تر ټولو زورداره چاؤدنه وه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG