لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزیرستان : دميزائيلوبريدکې لږ تر لږه ٢٠ کسان  وژل شوي


دپاکستان قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان ايجنسۍ کې دجاسوسي الوتکو لخوا دطالبانودمهم مشرمولوي جلال الدين حقاني په مدرسه اؤکوردميزائيلوبريدشوى دى چې په کې لږ تر لږه ٢٠ کسان وژل شوي اؤد١٠ؤڅخه زيات ژوبل شوي دي.
د پاکستان پوځ ویاند میجر مراد خان ډیوه ریډیو سره په خبرو کې د دغه برید پخلې کړی دی.
سرچينې وايي دپرون شپې څخه دشمالي وزيرستان په بيلابيلوسيموکې دامريکايي جاسوسي الوتکولخواالوتنې کيدلې اونن دگل په ورځ سحرددغه الوتکوڅخه دډانډي درپه خيل سيمه کې دافغانستان دطالبانوديومهم کمانډرمولوي جلال الدين حقاني په کوراومدرسه ٧گائيډميزائيل وتوغول شول چې لۀ امله يې ٢٠کسان وژل شوي دي.
په پيښه کې ژوبل شوي کسان دتداوۍ دپاره دايجنسۍ دمرکزميرانشاه لويي روغتون ته رسول شوي دي چې په هغوکې زنانه اؤماشومان هم شامل دي
بايدوويل شي چې په دغه سيمه له دې وړاندې هم څوڅوکرته دميزائيلودغه رقم بريدونه شوي دې چې په کې دطالبانواوالقاعده دځينومشرانوترڅنگ گڼ بې گناه کسان هم وژل شوي دي
دپاکستان په قبابيلي سيموجنوبي اؤشمالي وزيرستان کې دائتلافي ځواکونولخوادتيرولسوورځوپه موده کې دا٤م بريد دى چې ترسره کيږي اؤدپاکستان قامي اسمبلۍ اؤسناء ددغوبريدونودغندنې قراردادهم منظورکړى دى ولې ددغه قراردادڅخه وروسته دائتلافي ځواکونولخوادپاکستان په قبائيلي سيموکې بريدونه نورهم سيوا شوي دي

XS
SM
MD
LG