لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا به په هرات کې د ملکي وژنې بیا پلټنې کوي


په افغانستان کې یو جگپوړي امریکایی پوځي چارواکي ویلي چې دهغه پېښی به یوځل بیا پلټنې کوي چې افغانستان حکومت وایي په لسگونو افغان وگړی پکې وژل شوي وؤ.
جنرال ډیوډ میکرنن ویلي دافغانستان هرات ولایت کې د امریکا او افغان ځواکونو په گډه تر سره شوي برید کې نوي ثبوتونه مخې ته راغلي دي.
اروپایي ورځپانړې وایي چې په ثبوتونو کې یو موبایلي ویډیو هم شته چې ښایي د کلي په یو جومات کې په لسگونو وژل شوؤ خلکو مړي پراته دي په دغو کې ماشومان هم شامل دي.
ښاغلي میکرنن ویلي امریکایي پوځ به خپل اولني رپوټ ته بیا کتنه کوي چې پکې ویل شوي وو د ٢٢م اگست برید کې یوازې ووه ملکي کسان وژل شوي وؤ.
افغان چارواکي وایي پرون په یوه بلا پېښه کې زوبل ولایت کې سړک په غاړه ښخ شوي برید له امله شپږ کسان وژل شوي وؤ.
بلخوا طالبانو په کندهار کې د پولیسو مرکز د دوه ځانمرگي بریدنو مسولیت پخپله غاړه اخستې دی. دغه بریدونو کې د مړو شمېر پنځو ته رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG