لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اصف علي زرداري دپاکستان دجمهوررئيس په حيث لوړه کړې ده


دپيپلز گوند گډ مشر اصف علي زرداري دپاکستان د١٢م جمهوررئيس په توگه دخپل منصب لوړه وکړه.
دلوړې اخستنې دستوره نن دنهې په ورځ په پلازمينه اسلام اباد کې دجمهوررئيس دماڼۍ دننه وشوه.
دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي عبدالحميد ډوگر دنوي ټاکل شوي جمهوررئيس څخه لوړه واخسته.
دلوړې کولو ددستورې په مهال دپيپلز گوند کارمندانو دجذباتو ډک شعارونه ورکړل اؤ دجمهوري رياست په ماڼۍ کې د” ژوندى دى بوټو“ دشعار انگازې خورې وې..
په دستوره کې دپيپلز گوندمشر بلاول بوټو زرداري اؤ دهغه خويندې بختاور زرداري اؤ اصفه زرداري هم موجود وؤ.
دستوره کې دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي هم دجمهوررئيس زرداري په ځانگړې بلنه گډون کړى ؤ اؤ ددې ترڅنگ پکې دعوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي خان،دجمعيت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان دپيپلز گوند(شيرپاؤ) مشر افتاب شيرپاؤ ، دمسلم ليگ(ن) مشرانو د پنجاب وزيراعلي شهباز شريف اؤاسحاق ډار برخه اخستې وه.
له دې پرته دمرکزي کابينې غړو، دسنا مشر، دقامي اسمبلۍ سپيکرې، ددريواړو وسله والو پوځونو مشرانو، دگډو ځواکونو دکميټې مشر، دڅلورو واړو صوبو گورنرانو، اعلي وزيرانو، دسياسي گوندونو مشرانو،دپارليمان غړو ، اعلي بيوروکريسي اؤ پاکستان کې غير ملکي ډيپلوماټانو پکې هم برخه درلودله.
دلوړې کولو څخه وروسته دپوځي ځواک لخوا جمهوررئيس اصف علي زرداري ته سلامي وړاندې کړل شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG