لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بوش: افغانستان ته به نور ځواکونه لیږو


د امریکا جمهوررئیس جارج بوش ویلي افغانستان ته به نور ځواکونو لیږي او عراق نه به ٨٠٠٠ ځواکونه بیرته رابلي.
واشنگټن کې دامريکا د دفاعي چارو ملي پوهنتون ته پخپله وینا کې ښاغلي بوش خبرداری ورکړو که یو خوا ته عراق کې د القاعده شبکه د فشار لاندې ده نو بلخوا په افغانستان کې ترهگر خپل فعالیتونه زیاتوي.
نوموړي زیاته کړه افغانستان کې گټه امریکا او د هغه ملگرو هیوادونو لپاره ضروري ده.
ښاغلي بوش د افغانستان پولې سره نزدې د پاکستان قبایلي سیمو کې طالبانو او القاعدې پر ضد جگړې لپاره پاکستان سره مرستو ژمنه هم وکړه.
نوموړی زیاته کړه ترهگر د پاکستان لپاره غټ خطر دی او اسلام اباد باید تر هگرو ته اجازه نه ورکړي چې په نوموړي هیواد کې پټ ځايونه جوړ کړي.
ښاغلى بوش وايي په عراق ، افغانستان او پاکستان کې دتندلارو لخوا داړي گړي پيښې سيوا شوي دي اؤ ترهه گر په اولس دخپلو نظرياتو دتپلو هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG