لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په وزیرستان کې وژل شوي کسان د القاعده غړی وؤ


د پاکستان قبایلي سرچینې وایي د گل په ورځ شمالي وزیرستان کې د امریکا لخوا شوي میزایلي برید کې د القاعده شبکې څلورغړي وژل شوي دي.
که څه هم ازادو سرچینو دوژل شوو کسانو پخلې نه دی کړی خو قبایلي مشران وایي په وژل شوو کسانو کې د القاعده یو مهم غړې شامل دی.
قبایلي مشران چې جنگیالي ډلو سره اړیکې لري وایي په وژل شوؤ کې څلور عرب ابو موسی، ابو قاسم، ابو همزه او ابو حارث شامل دي.
پاکستاني استخباراتي ادارې چارواکې وایي ابو حارث نومې تن ٥٠کلن وواو مصر سره تعلق لرلو او د تېرو دوو لسیزو نه په پاکستان کې میشت وو.
دوی وایي ابو حارث د تېر کال اسلام اباد کې خونړې عملیاتو وروسته د القاعده په صوبه سرحد کې لاجسټیکې کوردینټر جوړ شوې وو.
دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې د امریکا دجاسوسي الوتکولخوا دغه برید د طالبانو مهم کمانډر جلال الدين حقاني په مدرسه اؤ کور شوې وؤ کوم په اړه امریکایان وایی د طالبانو د ټولو خونړې جنگیالی ډلی مشرۍ کوي.
امریکایي چارواکو تر اوسه ددغه برید پخلې نه دی کړی او پاکستاني پوځ دغه برید د نامعلومه علتونو له امله گرځوي.
د تیرې اگست میاشتې نه د دپاکستان په قبابيلي سيموجنوبي اؤشمالي وزيرستان کې د پنځم میزایلي برید دی.
افغان ، امریکایي او ناټو چارواکې وایي دغه سیمې کې د القاعده او طالبانو پټ خوندي ځایونه دي او پاکستان حکومت نه ددغه ځایونو د منځه وړلوغوښتنه کوي. د افغانستان جمهورئیس حامد کرزي د نهې په ورځ اسلام اباد ته په خپل سفر کې دغه ځایونو د ختمولو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG