لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نيويارک ټائمز : جمهوررئيس بوش  دمخه پاکستان کې دځمکنيو عملياتو اجازه ورکړې وه


امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټائمز ديو لوړپوړي امريکايي چارواکي له خلې ليکلي دي چې دامريکا جمهوررئيس بوش دوه مياشتې دمخه په پاکستان دځمکنيو بريدونو کولو اجازه ورکړې وه اؤ دپاکستان حکومت پخپله خاوره دامريکا دځانگړو ځواکونو عملياتو کولو ته غاړه ايښودې وه.
دراپور ترمخه دامريکا دپاره نور دپاکستان دقبائيلي سيمو وضعيت دزغملو وړ نۀ دى، همدغه لامل دى چې دوه مياشتې دمخه دجولايي په مياشت کې دپاکستان دناخوښۍ باوجود جمهوررئيس خپلو پوځونو ته اجازه ورکړې وه چې هغوي بايد په پاکستان کې دترهه گرو اؤ تندلارو په ضد دځمکې دلارې عمليات وکړي.
راپور وايي په دې هکله دپاکستان حکومت په غير رسمي کچ دامريکايي ځواکونو دغه رقم عملياتو ته غاړه ايښودلې وه ، ولې دا يې په ډاگه کړې وه چې دهر مشن اجازه به نۀ ورکول کيږي.
ورځپاڼه ليکي يو بل امريکايي چارواکي ادعا کړې ده چې دپاکستان په لږه پيمانه دامريکايي پوځيانو په عملياتو کې مرسته هم کوي، خو ولې هغه دا نۀ ده په ډاگه کړې چې کوم پاکستاني چارواکي ددغو عملياتو منظوري ورکوي.
نيويارک ټائمز ادعا کوي چې دامريکايي سي ايي اى لخوا دجاسوسي الوتکو له لارې دتوغول کيدونکيو ميزائلو دبريدونو څخه دمخه اؤ وروسته پاکستاني چارواکيو سره تماس نيول کيږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG