لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان : میزایلي بريد کې ١٢ کسان وژل شوي دي


دپاکستان دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په ميران شاه سيمه کې دامريکايي جاسوسي الوتکو لخوا دميزائيلو په يو بريد کې ١٢ کسان وژل شوي اؤ ګڼ نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو له مخې دشمالي وزيرستان دمرکز ميرانشاه څخه ددوؤ کلو ميټرو په فاصله تول خيل کلي کې نن دجمعې په ورځ سحر په توره خړه کې امريکايي جاسوسي الوتکو ميزائل وداغل چې دغه ميزائل دخلکو داستوګنې په کورونو ورپريوتل.
په دغه بريد کې ١٢ کسان وژل شوي چې ښځې اؤ ماشومان هم پکې شامل دي.
ژوبل کسان دتداوۍ دپاره دميرانشاه روغتون ته رسول شوي دي.
دغه بريد په داسې وخت کې شوى دى چې دپاکستان دکوټلي احتجاج څخه وروسته امريکا باور ورکړى ؤ چې دپاکستان دحدونو څخه به سرغړونه نۀ کوي.
په تيرو څو ورځو کې دامريکايي جاسوسي الوتکو لخوا دپاکستان په قبائيلي سيمو کې په کيدونکيو بريدونو کې د٦٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.
يوه امريکايي ورځپاڼه وايي پينټاګان په عراق کې دمقاومت کوونکيو په ضد په کارروايۍ بوختې په عصري تيکنالوجۍ سمبال جاسوسي الوتکې افغانستان ته ليږلي دي اؤ ددغه الوتکو دننه دلګيدلې نوې تيکنالوجۍ له لارې په افغانستان کې موجود امريکايي پيلوټان دپاکستان په قپائيلي سيمو کې دودانيو دننه خپله نخښه رسا ويستلى شي.

XS
SM
MD
LG