لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکا اقتصادي کړکېچ نور هم ژور شوی دی


د امریکا د پنگو یوغټ بنک کنگال کیدو او د امریکا د اقتصاد میدان کې نورو ستونزو د نړیوالو ونډو بازارونو باندې بدې اغیزی غورځولي دي.
د کاروبار غېر یقیني صورتحال له کبله د اروپا دونډو بازارنو کې تر پنځه فیصده پوری کمی شوی دی او ځینی امریکایي ونډې تر درې فیصده پوری کمی ښکاره شوي دي.
لي مین بردارز چې په یووخت کې د امریکا څلورم غټ بنک وؤ د دیوالیه کیدو خواست جمع کړی دی.
دا خبر په داسې وخت کې راغلی دی چې دا امریکا د بیمې د ټولو نه لوی کمپنۍ د امریکا قامي بنک د قرضی غوښتنه کړی ده او بنک اف امریکا په ٥٠ؤ ملیارده ډالرو ستونزو کې ښکیل میرل لنچ د اخستو اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG