لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ : دتندلارو په ضد عملياتو کې ١5 جنگيالي وژل شوي دي


دافغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې د جيټ الوتکو اؤ هيلي کاپټرو دلارې دتندلارو په سنگرونو بمبارۍ کې ١5 کسان وژل شوي اؤ گڼ نور ژوبل شوي دي.
دغه بمباري په لويې سم ، ټانک خطا ، رشکئ اؤ ځينو نورو سيمو کې شوې ده.
دتيرو څو ورځو راهسې دامنيتي ځواکونو لخوا د ځايې طالبانو په ضد پيل شوؤ عملياتو کې شدت پيدا شوى دى اؤ سرچينې وايي دتيرو ٥ؤ ورځو په عملياتو کې دوژل شوؤ طالبانو شميره د٤٥٠ؤ څخه اوښتې ده.
په دغه عملياتو کې پو ځ ته هم دسرومال زيانونه اوړيدلي دي اؤ تيره ورځ دمخالفو جنگياليو په ډزو کې دپوځ يو ميجر اؤ ٤ نور عسکر وژل شوي وؤ.
په سيمه کې دتاؤتريخوالي له امله سخته ويره خوره شوې ده اؤ په لکونو کورنۍ دسرپناه په خاطر دصوبه سرحد مختلفو سيمو کې ميشته شوي دي.
بل لوري ته دپيښور سره نزدې په نيمه قبائيلي سيمه دره ادم خيل کې نن په ١٩مه ورځ هم دتندلارو په ضد د امنيتي ځواکونو عملياتو دوام وکړو اؤ په دغه مهال په ملا خيل سيمه کې په يو کور د بارودي گولې پريوتلو له امله د٤ؤ ميرمنو په گډون ٥ کسان سخت ژوبل شوي دي.
دره ادم خيل کې دتندلارو اؤ امنيتي ځواکونو ترمينځ دپيل شوؤ نښتو له امله دکوهاټ ټنل په بشپړ ډول تړل شوى دى چې له دې امله دپيښور څخه کراچۍ ، بنو، کوهاټ اؤ ځينو نورو سيمو ته په تگ راتگ کې مسافرو ته سخت مشکلات پيښ شوي دي اؤ ددې ترڅنگ په سيمه کې دخوراکي موادو دکمښت له امله دهغې بيعې هم لويې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG