لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا : هیلي کاپټرې یې پاکستان ته اوړیدلی نه دي


د امریکا دفاع وزارت ویلي امریکایی هیلي کاپټرې نه خو دپاکستان خاورې ته اوړیدلي دي او نه پرې ډزې شوې دي.
د امریکا لخو ددغو رپوټونو تردید په داسې وخت کې راغلی چې پرون یو شمېر خبري رسنیو د پاکستاني چارواکو له خولې لیکلي وو چې پاکستانی ځواکونو په سویلي وزیرستان کې ورغلي امریکایي هیلي کاپټرې پرشا کړې دي.
د پاکستان پوځ هم ویلي کوم بهرني هیلي کاپټرې پاکستان ته اوړیدلي نه دي. پاکستان پوځي چارواکو ددې خبرې پخلې کړی دیې چې ډزی شوي خو پاکستان پوځ لخوا نه دي شوي.
د گل په سحر د پاکستان دفاعي چارواکو او ځایي خلکو ویلي وؤ امریکایي جنگي الوتکو دپاکستان قبایلي سیمی جنوبي وزیرستان ته ورغلي وې خو پاکستاني ځواکونو لخوا د خبردارې ډزو پس افغانستان ته په شا شوي وی.
بلخوا دپاکستان د صوبه سرحد گورنر یا والي اویس احمد خان غني ډیوه ریډیو سره په یوه ځانگړې مرکه کې ویلي امریکایي هیلي کاپټرو د پاکستان د حدونو سرغړونه کړي ده.
دپاکستان دپوځ مشر جنرال اشفاق پرویزکیاني تېره اونۍ دپاکستان په خاوره دبهرنیو ځواکونو دعملیاتو پرضد خبرداری ورکړی وو. نوموړي ویلي وو د هیواد د خپلواکۍ دفاع به په هرقیمت کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG