لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

  اسفندیار ولي خان  د بهرني چارو کمیټۍ رئیس جوړ شوی دی


د عوامي نیشنل پارټۍ مشر اود چارسدی نه د قامي اسمبلۍ غړی اسفندیار ولي خان بغیر د مقابلې د قامي اسمبلۍ د بهرنیو چارو کمیټۍ رئیس غوره کړل شوی دی.
د شورو په ورځ د خپل انتخاب وروسته نوموړي د میډیا سره خبرو کې ویلي دي د پاکستان لویدیځې پولې باندې حالات ډیر نازک او کړکیچن دي او د خارجه چارو کمیټۍ باندې غټه ذمه واري ده.
نوموړي زیاته کړه د اختر وروسته به د کمیټۍ غونډه رابلي او په دغه غونډه کې به د بهرنۍ تگلارې په ټولو موضوعاتو خبرې اترې کیږي.
پرون په اسلام اباد کې د جمعیت علما اسلام مشر مولانافضل الرحمن په قامي اسمبلۍ کې د کشمیر د چارو کمیټۍ مشر غوره کړل شوې وؤ.
د اسفندیار ولي خان او مولانا فضل الرحمن گوندونه د پاکستان مرکزي حکومت کې د ایتلاف برخه دي. هم په اسلام اباد کې د قامي اسبملۍ سپیکرې فهیمده مرزا د مسلم لیگ نواز د قامي اسمبلۍ غړی چوهدري نثار علي خان د مخالفو ډلو مشر په توگه نومولی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG