لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد : د لر کړل شوي مشر قاضي  په پلوۍ لاريونونه ويستل شوي دي


دزيارت په ورځ په گرد پاکستان کې وکيلانو دسترې محکمې دلرې کړل شوي مشر قاضي افتخار چوهدري دبيرته پځايې کولو اؤ دعدليې دازادۍ دپاره احتجاجونه اؤ لاريونونه کړي دي.
پۀ اسلام اباد کې دوکيلانو داحتجاج له امله ځايې پځايې پوليس اؤ درينجرز عسکر اودرول شوي وؤ اؤ ددې ترڅنگ زغره بند گاډي هم په سړکونو ولاړ وؤ.
سترې محکمې ته په غزيدلو لارو دخنډانو اچول کيدو له امله يو شمير حکومتي وکيلان هم په شاهراه دستور داچول شوي پاټک څخه وړاندې تگ ته پرې نۀ ښودل شول.
دوکيلانو داحتجاج په مهال دسترې محکمې مخې ته دځينو وکيلانو اؤ پوليسانو ترمينځه نښته هم وشوه چې دهغې څخه وروسته دوکيلانو دوه اؤ دمدني ټولنې څلور غړي پوليسانو ونيول.
داحتجاج په وخت په څلورو واړو صوبو کې وکيلانو ځايې پځايې احتجاجي لاريونونه هم وکړل اؤ دلر کړل شوي مشر قاضي افتخار محمدچوهدري په حق اؤ دجمهوررئيس اصف زرداري په ضد يې شعارونه ورکړل.
وکيلانو په دغه مهال دقضايي چارو څخه بشپړ بائيکاټ هم کړى ؤ.

XS
SM
MD
LG