لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکایي اداره : پاکستان د پلوټونیم اټومي بټۍ جوړوي


په واشنگټن کې د سائنس او نړیوال امنیت امریکایي اداری ویلي دي چې پاکستان د پلوټونیم بټۍ باندې کارترسره کولو ته نزدې دی.
د اداری دیو راپور ترمخه د پاکستان په خوشاب کې جوړیدنکی دغه بټۍ به راتلونکی یوکال کې د اټومي بمونو لپاره پلوټونیم جوړولو جوگه شي.
پاکستان دوړاندې نه د یورانیم اټومي بټۍ لري.
په دې اړه د پاکستان دفاعي څیړونکي او پخواني جنرال طلعت مسعود وایس اف امریکا ډیوه ریډیو ته وویل پاکستان به هڅه کوي چې خپل اټومي قوت مضبوط وساتي.
پاکستان په نولس سوه اته نوي یم کال کې په لومړي ځل د اټومي بمونو پنځه ازمېښتي چاودنې وکړي او دغه رنگ په نړۍ کې د پنځو فعل شوو اټومي قوتونو علاوه په هغو نورو هیوادونو کې شامل شو چې پټ یا ښکاره اټومي وسلې لري.
دپاکستان د دویمې اټومي بټۍ جوړولو راپوټ په داسې وخت کې راغلی چې امریکا او هند هم د اټومي بټۍ د جوړولو لپاره یوبل سره همکارۍ ته راضي شوي دي.
بل خوا هم نن دپاکستان صدراعظم ښاغلي گیلاني دهیواد لپاره اټومي انرژۍ جوړولو په لړ کې د اړمنوشیانو اخستلو لپاره د یوې کمیټۍ اعلان هم کړی دی.
د رپوټ د ډیوه ریډیو همکار صداقت جان په غږ تاسو هم اوریدې شۍ.

XS
SM
MD
LG