لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرم ايجنسي :دوسله والو قبائيلو ترمينځ نښتو کې یو شمېر کسان وژل شوي دي


دپاکستان په قبائيلي سيمه کرم ايجنسۍ کې دوسله والو قبائيلو ترمينځ په نښتو کې د نورو وژنو رپوټونه راغلي دي. پاکستاني میډیا دوژل شووخلکو شمېر ١٦و پورې ښودلی دی.
دکرمې ايجنسۍ په بيلا بيلو سيمو کې دقبائيلو ترمينځ دتيرو دوؤ مياشتو راهسې پرله پسې نښتې روانې دي اؤ په دغه نښتو کې قبائيل ديو بل په ضد سپکې اؤ درنې وسلې کاروي.
دغلته دنښتو له امله ټولې مهمې لارې تړل شوي اؤ خلک دتگ راتگ دستونزو ترڅنگ دخوراکي موادو اؤ دارو درملو دکموالي سره هم مخ شوي دي.
بل لوري ته دصوبه سرحد په سوات سيمه کې دځايې طالبانو په سنگرونو دامنيتي ځواکونو لخوا دگوله بارۍ لړۍ دوام لري اؤ په کوزه بانډه کې دمائنونو پاکولو کار نن په دوهمه ورځ هم روان ؤ.
سرچينې وايي دمټې تحصيل په باندينيو سيمو اؤ دچارباغ په اشاربند منگول تان اؤ اله اباد کې امنيتي ځواکونو دځايې طالبانو شکمن سنگرونه په نخښه کړي دي اؤ هغوي ته يې دسرومال زيانونه وراړولي دي.
همدغه راز دمټې په بازار کې دچاؤدنې اطلاع هم ترلاسه شوې خو په دغه چاؤدنه کې کومه مرگ ژوبله نۀ ده شوې.
بلخوا دشمالي وزيرستان په مرکز ميران شاه اؤ په خيبر ايجنسۍ کې افغانستان ته په غزيدلې لويه لاره يو کانټينر کې دبمونو چاؤدنې شوي دي خو پکې کومه مرگ ژوبله نۀ ده شوې
کوهاټ کې هم دنامعلومو جنگياليو لخوا داغل شوى راکټ دقاضي يا سيشن جج دعدالت سره نزدې په سړک لگيدلى خو کوم نقصان يې نۀ دى کړى

XS
SM
MD
LG