لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زرداري : د صوبه سرحد نوم دې " پښتونخوا " شي


دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري نن د خالی په ورځ دپارلمان ګډې غونډې ته پخپله لومړۍ وينا کې په حکومت غږ وکړو چې دصوبه سرحد ايالت نوم بايد پښتونخوا کيښودل شي.
ښاغلي زداري پخپله وینا کې صوبه سرحد ته پښتونخوا نوم واخستلو.
دا لومړۍ ځل دی چې کوم جمهوررئیس د پښتونخوا د نوم کېښودو وړاندیز کړی دی.
دپاکستان پښتون ملت پاله گوندونه د پخوا راهسې غوښتنه کوی چې د صوبه سرحد نوم دی پښتونخوا شي.
وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره د خبرو په وخت د عوامي نیشنل پارټۍ ویاند زاهد د جمهوررئیس زرداري په دغه وړاندیز د خوشحالی څرگندونه کړی ده.
نوموړي زیاته کړه په اساسی قانون کې د صوبې نوم بدلولو لپاره به د حکومت د مرستې ته انتظار کوي.
عوامي نیشنل گوند په ځانگړۍ توگه او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په عمومي توگه " پښتونخوا " پته د کلونو راهسې د سیاست په میدان کې لوبوي.
دواړو گوندونو څو ځله د کالاباغ ډیم د نه جوړیدو او صوبه سرحد نوم پښتونخوا کېښودو لپاره د پاکستان د غټو سیاسي گوندونو سره ائتلافونه کړي دي خو اکثره ناکامه شوي دي.
اوس به کتې شي چې داځل به د پیپلز گوند سره په گډه حکومت کې د صوبې نوم بدلولو او کالاباغ ډیم نه جوړولو کې بریالي شي او که نه؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG