لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بوش په گډون  نړیوالو  مشرانو د اسلام اباد برید غندلی دی


دامريکا په گډون نړيوالې ټولنې دپاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې دترسره شوي ځانمرگي بريد په سختو ټکو کې غندنه کړې ده اؤ دا يې دترهه گرۍ يوه ناوړه پيښه بللې ده.
دامريکا جمهوررئيس بوش ددغه پيښې په هکله پخپل يو بيان کې ويلي دي امريکا به اسلام اباد کې په ترسره شوي بريد کې لاس لرونکيو ته دسزا ورکولو لپاره دپاکستان سره کومک کوي.
جمهوررئيس بوش ويلي دي ددغه پيښې څخه په ډاگه شوې ده چې پاکستان اؤامريکا دترهه گرۍ څخه دځان ژغورلو دپاره په گډه کار کولو ته اړتيا لري.
هرڅو کۀ تر دې مهاله کومې ډلې په اسلام اباد کې ترسره شوي دپروني ځانمرگي بريد مسؤليت په غاړه نۀ دى اخستى ، ولې دامريکا جمهوررئيس بوش بيا هم وايي دغه بريد دپاکستان، امريکا اؤ دنړۍ دنورو قامونو امنيت ته دالقاعده اؤ دهغوي دپلويانو له اړخه دپيښو گواښونو څرگندونه کوي.
نوموړي زياته کړې ده په اسلام اباد اؤ يمن کې دترسره شوؤ بريدونو څخه څرگنده شوې ده چې ترهه گري هيڅ پولې نۀ لري.
همدغه راز دامريکا دملي امنيت وياند گورډن جونرو ويلي دي په اسلام اباد کې ترسره شوى پرونى بريد ښکاره ترهه گري ده اؤ امريکا هم ددغه رقم ترهه گرۍ سره مخ ده.
دامريکا دملي امنيت صلاح کار اسټيفن هيډلى داسلام اباد په ميريټ هوټل کې دترسره شوي بريد په هکله جمهوررئيس بوش ته حال احوال هم تير کړى دى
دامريکا دديموکراټ گوند لخوا دجمهورري رياست دچوکۍ کانديد باراک اوباما هم ددغه بريد په سختو ټکو کې غندنه کړې ده اؤ ويلي يې دي القاعده دامريکا، پاکستان اؤ ټولو قامونو دپاره دامنيت له لحاظه يو رقم ستونزه ده.
دري پبلکن گوند کانديد جان ميکنن هم ددغه بريدد غندنې په ترڅ کې ويلي دي دامريکا راتلونکى جمهوررئيس به دائتلافيانو سره په گډه دتندلارو مخه نيسي.
همدغه راز دملگرو ملتونو عمومي سکتر بانکي مون ، دبرطانيې دبهرنيو چارو وزير ډيوډ ملي بينډ، دسپين صدراعظم راډريگز پاټيرو، اروپايي اتحاديې اؤ دنړۍ دگڼو نورو هيوادونو مشرانو هم په اسلام اباد کې دترسره شوي ځانمرگي بريد دغندنې په مهال دپاکستان سره په دغه پيښه خواخوږي څرگنده کړې ده

XS
SM
MD
LG