لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد:جمهوررئيس زرداري دامريکا په سفرروان شوى دى


دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري دملگروملتونودعمومي اسمبلۍ په غونډه کې دگډون په موخه نن داتوارپه ورځ امريکا ته روان شوى دى.
په دغه سفرکې نوموړي سره دبهرنيوچارووزيرشاه محمودقريشي،دخزانې وزيرنويدقمر،داطلاعاتووزيره شيري رحمان، دکورنيوچارودپاره دصدراعظم صلاح کاررحمان ملک اؤنورچارواکي هم ملگري دي،
ښاغلى زرداري به په ٢٥م اگست دملگروملتونودعمومي اسمبلۍ په٦٣مه غونډه کې دپاکستاني هئيت مشري کوي
د٢٢م څخه ٢٦ستمبرپورې به جمهوررئيس اصف علي زرداري امريکا ته دخپل سفرپه مهال دامريکا،افغانستان،برازيل،فرانس،ايران اؤترکيې دجمهوررئيسانواؤدچين،هنداؤجمهوريه کوريا دصدراعظمانوترڅنگ دملگروملتونودعمومي سکتراؤدنړيوال بانک درئيس سره ويني اؤورسره به داړونده خوښۍ په چاروخبرې اترې کوي،
ټاکل شوې ده سږکال دملگروملتونودعمومي اسمبلۍ په پرانستونکې غونډه کې به د١٣٠ؤ هيوادونومشران گډون کوي اوهغويي به په نړۍ کې دامنيت اؤسولې،ددائمي اقتصادي پرمختيا،دبشري حقونووضعيت کې په ښه والي،په نړيوال قانون،دخطرناکووسلوپه مخنيوي،دترهگرۍ په ضدپه نړيوال کمپائن اودوسلواومخدره موادودقاچاق دمخنيوي دپاره دگامونوپه اخستلوغږيږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG