لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

گيټس :امريکا پاکستان کې دورانکارو دځالو دويشتلو حق لري


دامريکاددفاع وزير رابرټ گيټس وايي په ترهه گرو پسې له پولو ورتيريدل دملگرو ملتونو دتړون څخه سرغړونه نۀ ده اؤ امريکايي ځواکونه دخپل حفاظت دپاره دپاکستان دننه دورانکارو دپټن ځايونو دويشتلو حق لري.
پخپله يوه تيليويزيوني مرکه کې ښاغلي گيټس ويلي دي هر څو کۀ امريکايي ځواکونه دپاکستان خاوره کې دپټو ترهه گرو دځالو په ضد دعملياتو حق لري ، ولې بيا هم ضروري ده چې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې پاکستان پخپله خوښه کردار ولوبوي.
ددفاع وزير وويل دتندلارو په ض دعملياتو لپاره دپاکستان سره مرسته سيوا کول پکار ده، ولې چې دتندلارو اؤ ترهه گرو دفعاليتونو له امله دپاکستان اؤ امريکا وجود دگواښونو سره مخ دى.
دامريکې ددفاع وزير وويل دراتلونکي کال دپسرلي څخه وړاندې به افغانستان ته نور پوځ نۀ ليږل کيږي.
تيره اوونۍ په افغانستان کې دامريکايي پوځ کمانډر غوښتنه کړې وه چې بايد افغانستان ته نور لس زره پوځيان راوليږلي شي.
رابرټ گيټس وويل افغانستان کې دروانې جگړې په لړ کې يواځې دامريکايي پوځ په کومک اډاڼه کيدل نۀ دي پکار بلکې ددې لپاره بايد دافغانستان خپل پوځ پياوړى کړى شي اؤ د اسلامي تندلارو په ضد دعملياتو دپاره دپاکستان سره مرستې سيوا کړل شي.
دهغه وينا وه دپاکستان دپولو دننه هم وضعيت لکه دعراق اؤ افغانستان پۀ څير دى
نوموړي وويل امريکا ته که دا وخت دچرته نه خطره ده نو هغه دپاکستان قبائيلي سيمې دي اؤ دقبائيلي سيمو وضعيت څخه په افغانستان کې روانه جگړه هم اغيزمنه کيږي

XS
SM
MD
LG