لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوئټه : په عسکرو ځانمرگي بريد کې  لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي دي


دپاکستان دبلوچستان ايالت دکوئټې هوايي ډگر ته په غځيدلې لويه لاره دعسکري پارک ترڅنگ په يو ځانمرگي بريد کې ١ زده کوونکې جينۍ وژل شوې اؤ ٢٣ کسان ژوبل شوي دي.
په ژوبلو کې ٥ ماشومان هم شامل دي.
ازادې سرچينې وايي دځانمرګي بريد له امله د درې پوځیانو په گډون څلور کسان وژل شوي او ٢٢ ژوبل شوي دي.
دغه ځانمرگي بريد نن دچارشنبې په ورځ هاغه مهال ترسره شو کله چې دعسکري پارک سره نزدې دمليشې د عسکرو کاروان تيريدلو
خو دايف سي ميجر جنرال سليم نواز خبريالانو ته ويلي دي په دغه ځانمرګي بريد کې يو عسکر هم نۀ دى وژل شوى، بلکې درې عسکر پکې ژوبل شوي دي.
سليم نواز وايي ځان وژونکي دهوايي ډګر په لويه لاره خپل ځان دايف سي دکاروان سره ټکر کړو چې له دې امله دغه پيښه رامينځته شوه.

XS
SM
MD
LG