لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال ډيوډ: دپاکستان سلامتۍ ته دتندلاريتوب څخه خطرې پيښې دي


په پيرس کې دامريکا دسفارت خانې دننه خبريالانو ته دامريکايي پوځ جنرال ډيوډ پيټرس وويل دتندلارو دله مينځه وړلو لپاره پاکستاني اؤ ائتلافي ځواکونو ته په گډه عمليات کول پکار دي.
دجنرال پيټرس وينا وه القاعده، طالبان اؤ تندلاري په افغانستان کې وضعه خرابوي اؤ دپاکستان پوځ هم دتندلاريتوب سره مخ دى، ځکه نو هغه به دپاکستان سره په گډه کار کوي.
امريکايي جنرال وويل دترهه گرۍ اؤتندلاريتوب دله مينځه وړلو لپاره به دپاکستان سره مرسته اؤ گټورو خبرو ته وده ورکول وي.
هغۀ وويل په اسلام اباد کې دترسره شوي ځانمرگي بريد څخه په ډاگه شوې ده چې دپاکستان سالميت ته دتندلاريتوب څخه خطره پيښه ده.
امريکايي جنرال په پاک افغان پوله دناټو په هيلي کاپټرو دډزو په پيښه دنظر ورکولو څخه ډډه وکړه.
جنرال ډيوډبه راتلونکې مياشت کې په افغانستان کې دامريکايي پوځ قومانده ترلاسه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG