لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور: سرحد حکومت ملاکنډ کې دشرعي نظام پځايې کولو ته غوڅ شکل ورکړو


دصوبه سرحد حکومت په ملاکنډ ډويژن کې دشرعي نظام عدل ٢٠٠٨ء پځايې کولو ته غوڅ شکل ورکړى دى اؤ دا به دوړانديزونو په شکل کې په راتلونکيو دوؤ دريوؤ ورځو کې دسيفران وزارت له لارې جمهوررئيس ته ليږلى شي.
په دې لړ کې نن د صوبه سرحد وزيراعلي امير حيدر خان هوتي يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په وخت وويل شرعي نظام عدل ريگوليشن ٢٠٠٨ء په اصل کې شرعي نظام عدل ريگوليشن ١٩٩٩ء کې داصلاحاتو کولو له لارې ترتيب کړل شوى دى اؤ هڅه به وکړل شي چې اولس ته عاجل انصاف ورکړل شي.
هغۀ هيله څرگنده کړه چې په دې لړ کې ورکړل شوي وړانديزونه به په دوؤ مياشتو کې دجمهوررئيس څخه منظور کړل شي اؤ په دسمبر٢٠٠٨ء کې به دملاکنډ ډويژن په ټولو سيمو کې عملاً شرعي نظام نافذ کړل شي.
وزيراعلي وويل دمتحده مجلس عمل دتير حکومت په دور کې منظور کړل شوى شريعت بل به هم ددغه قوانينو برخه وي.
وزيراعلي وويل دضلعې دقاضيانو دپاره دشپږو اؤ دسيمه ييزو قاضيانو دپاره د ٩٤ څوکيو منظوري هم ورکړل شوې ده اؤ دهغوي سره به ٥٠٠ نور پرسونل هم اخستل کيږي.
امير حيدر خان هوتي وويل په راتلونکيو ٣٥ؤ ورځو کې به په دغه څوکيو خلک اخستلى شي.
بايد وويل شي چې په ملاکنډ کې دشرعي نظام عدل ريگوليشن پځايې کيدو باوجود مجرمانو ته به سزاګانې دشرعي قانون دلاندې نۀ بلکې دانگريزي قانون ترمخه کيږي چې په دې دتحريک نفاذ شريعت محمدي مشر مولانا صوفي محمد اؤ دسوات دطالبانو مشر مولانا فضل الله سخت ټکونه کړي دي اؤ ويلي يې دي حکومت په سوات کې شريعت نۀ نافذوي بلکې په شريعت پسې خندا کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG