لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوهاټ ټنل يوه مياشت وروسته پرانستل شوى دى


دصوبه سرحد سرښار پيښور سره نزدې په نيمه قبائيلي سيمه دره ادم خيل کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ دنښتو له امله دترافيک په مخ تړل شوى دکوهاټ ټنل يوه مياشت وروسته دوړو گاډو دپاره پرانستل شوى دى.
دغه ټنل تيره مياشت دپوځيانو په کيمپ دځانمرگي بريد دهڅې وروسته تړل شوى ؤ.
دپوځيانو اؤ تندلارو ترمينځ دنښتو په مهال دټنل دننه هم تندلارو دوه چاؤدنې کړې وې چې له امله يې دغه ټنل ته سخت زيان رسيدلى ؤ.
چارواکو پريکړه کړې ده چې اوس به دغه ټنل دسحر د٧ؤ بجو څخه دماښام ٧ؤ بجو پورې دترافيک په مخ پرانستى وي اؤ دشپې په مهال به چاته اجازه ورنۀ کړل شي چې له دغه ټنل څخه تير شي.
بل لوري ته قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو دجنگياليو پر سنگرونو بمباري کړې ده چې له امله يې ٥ جنگيالي وژل شوي دي.
نن داتوار په ورځ امنيتي ځواکونو دباجوړ ايجنسۍ په خار تحصيل، لويې سم ، رشکئ اؤ چارمنگ سيمو کې دجيټ الوتکو څخه دځايې طالبانو پر پټن ځايونو بمباري وکړه چې له امله يې ٥ طالبان ووژل شول.
ددغه پوځي عملياتو په مهال دجنگياليو گڼ سنگرونه هم تباه کړل شوي دي.
سيمه کې نن په ١٧مه ورځ هم گرځ بنديز يا کرفيو پځايې ده چې له امله يې خلک سختو ستونزو سره مخ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG