لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ:کياني د باجوړخلک دپوځ ملاتړته رابللي دي


دپاکستان دپوځ سرلښکرجنرال اشفاق پرويزکياني نن دافغانستان پولې ته څپرمه دپاکستان دقبائيلي سيمې باجوړايجنسۍ څخه ليدنه وکړه اودغلته يې قبائيلي مشران دتندلاروپه ضدروانوعملياتوکې دامنيتي ځواکونوملاتړته راوبلل،
جنرال کياني دقبائيلولۀ لوري دځايي طالبانوپه دضد دلښکرونوپه جوړولوخوښي څرگنده کړه اؤ وئ ويل اوس ځايي قبائيل پوهه شوي دي چې ترهگراوتندلاري دهيواد اؤخلکودامن اوخوشحالۍ دښمنان دي هم دغه وجه ده چې قبائيلي اولس دورانکارو په ضد پوځ سره مرستې ته ملاتړلې ده اودترهگروپه ضد په يوه چغه راپورته شوي دي
نوموړي پوځي کمانډرانو،زلميواوقبائيلي مشرانوسره دخبروپه مهال وويل پوځ په هغه صورت کې دورانکارودشرڅخه هيواد اؤاولس ژغورلى شي چې داولسونومرسته ورسره ملگرې وي
هغه دباجوړدخلکولخوا پوځ سره په کيدونکې مرسته خوښي څرگنده کړه او وئ ويل که ځايي قبائيل همدغه رازدخپلوپوځيانوترشا ولاړوي نوډيرد ترهگرو ناوړه ارادې به کله هم دبرياليتوب درشل ته دننه نۀ شي
دباجوړڅخه دليدنې په مهال دپوځ مشرته دمليشې يا ايف سي مشرميجرجنرال طارق په باجوړکې دتندلاروپه ضد دروانوعملياتوپه هکله حال احوال هم تيرکړو،
له دې وړاندې باجوړته په رسيدوپه پيښورکې دپوځ مشريا کورکمانډرليفټنينټ جنرال محمدمسعوداسلم دپوځ سرلښکرته هرکلى وويلو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG