لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زرداري: دبې نظيربوټووژونکي ما هم په نخښه کولى شي


دپاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري ويلي دي کوموخلکوچې دهغۀ ميرمن اؤدپاکستان پخوانۍ صدراعظمه بې نظيربوټووژلې ده هغويي دى هم وژلى شي
دامريکايي تيليويژيون اوورځپاڼې سره مرکه کې نوموړي وويل کۀ چرې دالقاعده مشراسامه بن لادن يا ايمن الظواهري په پاکستان کې ونيول شي نوپه هغويي به قضيه هم دپاکستان په محکمه کې وچلول شي
اصف زرداري وويل هغه په پاکستان کې دالقاعده ددغودواړومهمومشرانوپه موجوديت خبرنۀ دى
جمهوررئيس زياته کړه دامريکا اؤپاکستان دځواکونوترمينځ دنښتې خطره نۀ شته اوترڅوچې ددوستانه ډزوتعلق د‌ى نودغسې دامريکا په پوځ کې هم کيږي
ديوې پوښتنې په ځواب کې جمهوررئيس وويل دپاکستان په خاوره يواځې دپاکستان خپل پوځيان دعملياتو کولو اجازه لري، کۀ چرې امريکا دترهه گرو په ضد عمليات کول غواړي نو دپاکستان سره دې مرسته وکړي.
ښاغلي زرداري وويل دترهه گرۍ په ضد دجمهوررئيس بوش لخوا داخستل شوؤ گامونو له امله نړۍ دوړاندې په پرتله زياته خوندي شوې ده ، ولې دبدۍ جرړې غځيږي.
هغۀ دبوش په انتظاميې ټينگار وکړو چې پاکستان سره دترهه گرۍ دله مينځه وړلو دپاره استخباراتي راکړه ورکړه سيوا کړي اؤ وې ويل دپاکستان حکومت دترهه گرو دمقابلې غوره توان لري.
دپاکستان جمهوررئيس وويل هغه ډير سخت ژوند تير کړى دى اؤ ستونزو اؤ مشکلاتو يې ارادې پياوړې کړي دي.
هغۀ پوهيږي چې پاکستان دمعيشت، امنيت اؤدنوې ټينگې شوې ډيموکراسۍ له درکه دستونزو سره مخ دى اؤ په سختو پريکړو کولو کې به نړيوالې ورورولۍ ته دپاکستان مرسته کول وي.
هغۀ په ملگرو ملتونو هم زور راوړو چې دپاکستان دوژل شوې پخوانۍ صدراعظمې اؤ دهغۀ دميرمنې بې نظير بوټو دوژنې دڅيړنو دپاره دکميسيون جوړولو په لړ کې هلې ځلې تندې کړي.
اصف زرداري وويل هغه دبې نظير بوټو قاتلانو ته دسزا ورکولو څخه زياته خوښي په دې خبره کې لري چې ملگري ملتونه دتندلاريتوب په ضد جنگ کې دميرمن بوټو دقربانۍ اعتراف وکړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG